د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مرکزي رئیسانو، د یونیسف دفتر د واش څانګې مسؤول رولف لویندیک، د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو او مؤسساتو استازو ګډون کړی وو. 

د غونډې په پیل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دې غونډې د اهمیت په اړه خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل:  چې موږ او تاسې باید د خپلو مظلومو افغانانو لاسنیوی او د شته امکاناتو په لرلو سره په بیلابیلو برخو کې هغوی ته اسانتیاوې برابري کړو ځکه چې دا زموږ مسؤولیت دی او باید د ستړیا احساس ونکړو.

دغه راز محترم وزیر صاحب زیاته کړل چې ټولو بیرته راستنیدونکو کډوالو لپاره باید په ښارګوټو او کمپونو کې د پاکو اوبو رسولو په برخه کې سهولتونه رامینځته او ستونزو ته یې پر وخت رسیدنه وکړو.

همداراز د مؤسساتو د استازو خبرې په غور واوریدل شوې او غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS