خبرتیا

noor_admin
1

د خپریدو نېټه

د پای نېټه

په دې توګه د تدارکاتو قانون دري څلویښتمې مادې 2 فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري څو د اداري او خدماتو ریاست د (186) تنه کارګرانو، موټر چلونکو او میخانیکانو لپاره د ژمني جامو چمتو کولو (تهیه او تدارک) پروژې تړون چې MRRD-19/ADD-15/MOF/G/NCB/KBL/1403 کوډ نمبر لرونکې ده، د (5552) جواز نمبر لرونکی شهباز الوزی سوداګریز شرکت ته چې د کابل ولایت په مرکز قلعچه کې موقعیت لري، په (418500) افغانیو ټولیزه بیه اعطا کړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر اوو (7) ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې احکامو سره سم، نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یاد شوي نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو، تړون به لاسلیک نشي.

نورې داوطلبی

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۹:۱۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

د اعلان خپریدو نیټه -  ۲۱ دلو ۱۴۰۴

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تهیه او تدارکاتو ریاست ټولو د شرایط وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۹:۳۰
Background image

خبرتیا

ټاکل شوی چې د هرات ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د ۱۴۰۴/۱۱/١٨ نیټه شنبې ورځ د خپل (۲۴) عراده وسایط د لیلام له لارې وپلوري.

هغه شرکتونه او کسان چې پيرودلو ته يې لیوالتیا لري . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۴
Background image

خبرتیا

ټاکل شوی چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ١٤٠٤/١۱/۱۵ نیټه چهارشنبه ورځ په کندهار ولایت کې د خپل (۱۹) عراده وسایط د لیلام له لارې وپلوري.

هغه شرکتونه او کسان چې لیوالتیا لري . . .

Back to tenders