د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په سرپل ولایت کې (٦) چیک ډیمونه جوړیږي

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۴:۲۸
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په سر پل ولایت کې د څه باندې (٣٧) میلیونه افغانیو په لګښت (٦) چیک ډیمونه جوړیږي.

 نن د یاد وزارت د سرپرست الحاج ملا محمد یونس اخندازده او مل پلاوي له لوري د دغه ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د (۶) چیکډیمونو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې عملا پيل شوې.

په یاده پرانیست غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د سر پل ولايت والي حاجې عبدالرحمن اکا، د سانچارک ولسوال مولوي جنت الله کمالي، د یاد ولایت علما وو د شورا غړی مولوي سراج الدین ثاقب، د دغه ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس ملا محمد جمعه حقیار، د سیمې علما‌‌ء کرامو، سپین ږیرو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د یادو چیکډیمونو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شې او په بشپړیدو سره به يې د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS