د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ له ولسونو سره وکتل

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۰:۴۷
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخند زاده   د یو کاري سفر په ترڅ کې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د مرکز خندود او بروغیل سیمې له ولسونو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې محترم وزير صاحب د ولسونو ستونزې او غوښتنې په غور واوريدې او ډاډ يې ورکړ چې اسلامې امارت واخان ولسوالۍ ته ځانګړي پاملرنه کوي او ستاسو کوم کارونه چې زموږ مربوط وي هغه به موږ وکړو او کوم کارونه چي د نورو وزارتونو  مربوط وي هغه به د اړوندو وزارتونو له مسولینو سره ستاسو مشکلات شریک کړو ترڅو ستاسې ستونزې په پوره معنی هوارې شي.

د نوموړو سیمو ولسونو د الحاج ملا محمد یونس اخندزاده له راتګ څخه خوښې څرګنده کړه او ويې ویل

چې واخان ولسوالۍ ته د څلویښت کلونو راپدیخوا حتی یو مامور لا د ستونزو د حل په موخه تشریف ندی راوړی او زیاته يې کړه چې لرې پرتو سیمو ته ستاسو سفر د دې ښکارندوی دی چې تاسې خلکو ته پاملرنه لرئ او د لرې پرتو سیمو خلک مو هیر کړي نه دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS