د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۲۱:۱۵
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده بدخشان ولایت ته د يو کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د بهارک ولسوالۍ له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د یادې ولسوالۍ مخورو وزیر صاحب ته ښه راغلاست ووایه او د وزیر صاحب له راتګ څخه یه خوښې څرګنده کړه او ويې ویل  چې مخکې له فتحي د تیرې ادارې له وزیرانو سره لیدل ډیر ګران وو خو الحمدلله اوس د اسلامې امارت له راتګ وروسته زمونږ دغه ستونزې هوارې شوې اوکولای شو چې خپلې ستونزې  په اسانۍ سره د اسلامي امارت له مسؤلينو سره شریکې کړو.

د لیدنې په لړ کې ولسونو خپلې شته ستونزې له محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې.

وزیر صاحب د نوموړې ولسوالۍ د سپین ږیرو ستونزې په غور واوریدې او ډاډ يه ورکړ چې مونږ به خپلو امکاناتو ته په کتلو سره ستاسو ستونزو ته رسیدنه کوو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۶:۳۹
Background image

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي هم ګډون درلود، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۶:۳۳
Background image

په کندهار ولايت کې يو استنادي دېوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کندهار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولايت د ارغستان ولسوالۍ په خوګياڼو کلي کې د څه باندې (۱،۳) میلیون افغانیو په لګښت د (۱۳۰) مترو په اوږدوالي د يوه استنادي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۴
Background image

په لوګر ولایت کې د (۱۱) کیلو متره اسفالټ سړک د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب له خوا د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د څه باندې (۱۴۳) میلیون افغانیو په لګښت د (۱۱) کیلو مترو په. . .

BACK TO NEWS