د کاپيسا ولایت په حصه دوم کوهستان ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د پروژې چارې پیل شوې

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۱:۲۹
2

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د (UNOCHA) دفتر په مالي مرسته او د (OCCD) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کاپيسا ولایت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په ظفرخیل قزاق کلي کې د ( 6,873000 ) افغانیو په لګښت د سولر پمپ سیسټم سره سمبال د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پیل شوې.

په یاده پروژه کې د (۱۱۰) متر په عمق سره د ژورې څاه کیندل، د (۱۵) متر مکعب په ظرفیت سره د یوې کانکریټي اوسپنې ذخیرې جوړول، د (۸) صحي مبرزونو جوړول، د څښاک پاکو اوبو د (۷) حلقه څاګانو بنسټیز ترمیم او همدارنګه د دغه ولسوالۍ د اته پراختیايي شوراګانو کلیو کې د روغتیايي کیټونو ویش او د صحي ورکشاپونو دایرول شامل دي چې د یادې پروژې په بشپړیدو سره به د نوموړي کلي (۲۷۰۰) تنه اوسیدونکي په مستقیم ډول د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي او د نوموړو کلیو (۴۰۰) تنه اوسیدونکو ته د روغتیا ساتنې روزنې او صحي کیټونو ویشل کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۸:۴۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د لوی بند د جوړولو د کار له جریان څخه نظارت ترسره کړ

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي همدا راز د بادغيس ولايت والي حاجي حافظ محمد امين جان عمري او د بادغيس ولايت امنيه قمندان او يو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د بادغيس ولايت په مرکز کې پنځه زره څلور سوه پنځوس کورونيو ته د څښاک پاکې اوبه ورسيدې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د (۳۳۴) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې سترې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۲۱:۵۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په فراه ولایت کې د کج صمد ستر بند د تحقيقاتو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هېواد په فراه ولایت کې د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په لګښت د کج صمد د اوبو ستر بند د تحقيقاتو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د. . .

BACK TO NEWS