د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د یونیسف له استازو سره وکتل

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۲:۴۸
2

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي ښاغلي فران اکویزا، د یونیسف ادارې د واش پروګرام رئیس ډومینګ پورتویت او د واش پروګرام کارپوه حبیب الرحمن سره لیدنه وکړه.

 په یاده لیدنه کې وزیر صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې مونږ د یونیسف ادارې له دوامدارو همکاريو څخه قدرداني کوو چې په سختو حالاتو کې تاسو تر بیوزلو او اړمنو افغانانو پورې خپلې مرستې رسولي او جاري مو ساتلې  او د یونیسف ادارې له استازو سره يې د پروژو د پلې کولو په برخه کې د چټکتیا او  اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

همدرانګه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د نوموړو ستونزې واوریدې او زیاته یې کړه چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ سره سم به ستاسو سره هر اړخیزه همکاري کوي.

 ورپسې د یونیسف ادارې او واش پروګرام استازو وویل چې مونږ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سره په پوره همغږۍ چارې ترسره کوو او همداراز يې د مرستو دوام ته اشاره وکړه او زیاته يې کړه چې یونیسف اداره غواړي د یاد وزارت په همکارۍ سره خپلې لازمې مرستې د هېواد تر هر کلي او هرې سیمې پورې ورسوي.

 د دې لیدنې په پای کې دواړو لوریو پر دوامدارو همکاریو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۴
Background image

په لوګر ولایت کې د (۱۱) کیلو متره اسفالټ سړک د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب له خوا د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د څه باندې (۱۴۳) میلیون افغانیو په لګښت د (۱۱) کیلو مترو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د. . .

BACK TO NEWS