سمیع الحق الکوزی د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د دفتر سرپرست ریئس معرفي شو

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۴:۵۳
سمیع الحق الکوزی د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د دفتر سرپرست ریئس معرفي شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم پر اساس سمیع الحق الکوزی نن د کلیو بیارغونې او پراختیا نوماند او سرپرست وزیر حیات الله حیات له لوري د وزارت د بیلا بیلو برنامو ریسانو او مسؤلینو ته د نوي دفتر رئیس په توګه ور وپیژندل شو.

د معرفت په مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، چې ښاغلی الکوزی د پرمختیایي او اداري کارونو ډيره مخینه لري چې په راتګ سره به یې د ‏وزارت چارې لا ښې او پر وخت ترسره شي.

ښاغلي حیات وویل؛ چې سمیع الحق الکوزي له بېلابیلو ادارو سره له تیرو دولسو کلونو راهیسې په ښو بستونو کار کړی او د ډیرې تجربې څخه برخمن دی.

دغه راز د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د پخواني ريئس شاپور عبدالرحیمزي د تیرو لاسته راوړنو او کړیو فعالیتونو ستاینه او مننه د تقدیر نامې په ورکولو سره وکړه.‏

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

BACK TO NEWS