د روان ۲۰۲۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوبو رسولو سل پروژې تکمیل شوې

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۱۰:۴
در جریان ۶ ماه نخست سال ۲۰۲۱ میلادی صد پروژه‌ی آبرسانی تکمیل شده است

د روان ۲۰۲۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌ الصحې پروګرام د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د څښاک د اوبو سل پروژې تطبیق کړې چې په پایله کې یې د شاوخوا ۱۷۹۰۰۰ کسانو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو د یادو شویو سلو پروژو د تطبیق په پایله کې د بادغیس، بغلان، بلخ، فاریاب، غور، هلمند، هرات، جوزجان، خوست، کونړ، ننګرهار، پکتیکا، پروان، سمنګان، سرپل، تخار، روزګان او زابل ولایتونو په بېلا بېلو کلیو کې کې د اوبو رسولو ۶۷ لمریزې شبکې؛ د بدخشان، بغلان، بلخ، ډایکنډي، غور، کابل، خوست، نورستان، پکتیکا، روزګان او زابل ولایتونو په مختلفو کلیو کې د اوبو رسولو ۱۳ کښښي شبکې؛ د ډایکنډي، فراه، فاریاب، کابل، ننګرهار او وردګ ولایتونو په بېلا بېلو کلیو کې د څښاک د اوبو ۵۹ څاه ګانې چې لاسي بمبې هم پرې نصب شوې او د بدخشان، بادغیس، فاریاب، هلمند، جوزجان او سرپل ولایتونو په مختلفو کلیو کې ۴۲ زیرمې جوړې شوي.

د اوبو رسولو په پورته ذکر شویو پروژو باندې مجموعاً ۳۶۴ میلیونه او ۱۷۵ زره) افغانۍ لګښت وشو، چې په تکميلېدو سره یې د څه باندې ۱۷۹۰۰۰ کسانو لپاره ـ چې شاوخوا ۲۵،۵۷۱ کورنۍ کیږي ـ د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د یادونې وړ ده چې د یادو شویو پروژو د تطبیق پرمهال د اړوندو سیمو د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۲۱۶،۰۰۰ کاري ورځې هم رامنځته شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۰:۱۹
Background image

په لغمان ولایت کې ( ٢٤٤) بیلابیلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د لغمان ولایت په علیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د (٢٧٨) میلیونه افغانیو په لګښت د ( ٢٤٤ ) پراختیايي پروژو چارې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان ولایت کې د (۱۶۱) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د شاوخوا (٢٩٥) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۶۱) پراختیايي پروژو چارې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۹:۲۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د(۶۸) پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپيسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د شاوخوا (۱۲۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶۸) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د. . .

BACK TO NEWS