په پکتیا کې د څۀ باندې ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو یوه پروژه تطبیقیږي
د اوبو لګولو دغه پروژه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت دسیمه ییز پروګرام د همغږۍ دفتر له لوري د څه باندې ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د څمکنیو ولسوالۍ اړوند نرګسي کلي کې تطبیقیږي ، چې پکې د اوبو ذخیره کولو یوې کانګریټي ذخیرې او ۴۰۸ متره اوږد د اوبو لګولو یو کانال جوړول او همدارنګه د ۲۹۲ متره په اوږدوالي د یوۀ کارېز د پا ک کارۍ چارې شاملې دي ، ددې پروژې په تطبیق سره به د سلګونه جریبه ځمکې د خړوبولو سربېره د اوبو د ضایعاتو مخنیوی وشي او هم یې د تطبیق پرمهال لسګونه ځایي خلکو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي.
