په ننګرهار کې ۲۲۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابره شوه.

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۷ - ۱۳:۵۱
په ننګرهار کې ۲۲۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابره شوه.

په ننګرهار ولایت کې۲۲۰ تنه زده کوونکي د یوه ښوونځی په جوړیدو سره د زده کړې له مناسب چاپیریال څخه برخمن شول. دا ښوونځی چې ۸ درسي خونې،۱ اداري خونه،۵ تشنابونه او د څښاک د پاکو اوبو یوه څاه لري د ننګرهارولایت د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند د ګارمیلا کلي پراختیایي شورا لخوا یې کار بشپړ شویدی. دغه ښوونځی د کلیو بيا رغونې او پراختیا وزارت، د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اقرأ پروژې تر سیوري لاندې د نجونو او هلکانو د زده کړې لپاره جوړ شوېدي. د دې ښوونځي د جوړېدو په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کاریگرو ته ۲۷۶۲ کاري ورځې رامنځته شوېدي. د یادونې وړ ده، چې په کوز کونړ ولسوالۍ کې د اقرا برنامې له لوري ۱۷ بابه ښوونځيو ته د ودانيو جوړول منظور شوي، چې رغنیزې چارې يې په چټکۍ سره جریان لري او په نږدې راتلونکې کې به بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS