په پکتیکا کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۳۰ متره محافظتي دیوال جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفتر له خوا د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په سعادت مانده کلي کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۳۰ متره اوږد محافظتي دیوال جوړولو هوکړه لیک د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا د رییس او اړوندې پرمختیايي شورا تر منځ لاسلیک شو.
د دې دیوال په جوړیدو سره به ۲۰۰ کورونه او یو ښوونځی د سیلابونو له ګواښه خوندي شي.