په کندهار کې د ٢٢،٨٢ کیلوواټه بریښنا د شبکې کار بشپړشو

content_manager
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۵:۱۱
تکمیل کار ساخت شبکه‌ی برق آفتابی ۲۲.۸۲ کیلووات در کندهار

د کلیوبیارغونې او پراختیاوزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ په محمدظاهر کلي کې د ٨.٥ میلیونه افغانیو په لګښت د ٢٢،٨٢ کیلوواټه بریښنا د شبکې کار بشپړ اوګټې اخستنې ته وړاندې شوه.

دا شبکه ٣٣٠ واټه ١٠٢ سولر تختې، ٢٠٠ امپیره ٧٢ بیټرۍ او ٨٥٠٠ متره المونیمي تار لري.

ددې پروژې د پلي کیدا په ترڅ کې ١٥١٣ کاري ورځې رامنځته شوې وې.

د یادولو وړ ده چې ددې شبکې په بشپړیدو سره ٢٠٦ کورنیو بریښنا ته لاسرسی وموند.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د اهل تشیع د علماوو ټولنې او قومي مشرانو له رئیس او ولایتي مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د اهل تشیع د علماوو ټولنې او قومي مشرانو له رئیس محترم حجت‌الاسلام سید حسن فاضل‌زاده او د کابل، میدان وردګ، غور، بامیان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لوګر ولایت له مرستیال والي او یو شمېر رئیسانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د لوګر له مرستیال والي محترم مولوي محمد انور دین پرور، د یاد ولایت له ښاروال، اداري اصلاحاتو ، پېښو په وړاندې د مبارزې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

BACK TO NEWS