په جوزجان کې د څه باندې ۲ کیلومتره اوبه خور کانال کاروان دی
د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار په شوراریغ ترکمنیه او افغانیه کلیو کې د ۲.۰۲۱ کیلومتره کرنیز کانال د جوړولو کار ۸۵ سلنه پرمختللی دی.
ددې پروژې په ترڅ کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او تر بشپړیدو وروسته به ترې د یاد ولایت د ۷ کلیو ۱۵۵۷ تنه اوسیدونکي ګټه پورته کړي.
باید وویل شي چې دا کانال ۳۲ زره جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم لاندې راولي.
