په خوست کې د ۱۰۵ متره کانال د جوړولو چارې روانې دي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ اړوند د بګي خېلو کلي پراختيايي شورا لخوا د ۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰۵ مترو په اوږدوالي د يوه کرنیز کانال د جوړولو چارې روانې دي. چې د ځايي خلکو۱۸۰جرېبه کرنيزه ځمکه به خړوبه کړي. او ۸۹ کورنې به ترې ګټه واخلي. همدا راز تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته به ۱۴۴۵ کاري ورځې رامنځته شي.