د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ښځو د ونډې د ډیریدو د تګلارې د پلي کیدا له امله د غوره ادارې جایزه وګټله

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۳:۵۲
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ښځو د ونډې د ډیریدو د تګلارې د پلي کیدا له امله د غوره ادارې جایزه وګټله

د ملکي خدمتونو په ادارو کې د ښځو د ونډې د ډیرولو د تګلارې د پلي کیدا په برخه کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتو د خپلواک کمیسیون له خوا د غوره ادارې د جایزې په اخستلو سره ولمانځل شو.

د ادارې اصلاحاتو په کمیسیون کې د ښځو د ورځې د لمانځنې په غونډه کې د یاد کمیسیون د رییس احمد نادر نادري، د تعیناتو د بورډ د عمومي رییس احمد فهیم توخي او د ۶۳ وزارتونو او خپلواکو ادارو د بشري سرچینو د رییسانو په حضور کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د بشري سرچینو ریاست ته د ښځو لپاره د سالم او خوندي چاپیریال د رامنځ ته کولو او په اداره کې د ښځو د حضور د کچې لوړولو له امله دا جایزه ورکړل شوه.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت مشرتابه د بشري سرچینو دا پرلپسې بریا وستایله او د دې ریاست د ټیم یو، یو غړي لپاره یې د لا بریا او د خدمت هیله وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS