په لغمان کې د ۶۰ متره کانال او ۳۷ متره سربند جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۴:۴۱
په لغمان کې د ۶۰ متره کانال او ۳۷ متره سربند جوړولو کار روان دی

د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د سیمیزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ اړوند غازې اباد کلي کې د ۶۰ متره کانال او ۳۷ متره د اوبو سربند د جوړیدو چارې روانې دي چې د شپږ میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړیږي.

د یادې پروژې ۹۰ سلنه چارې تردې دمه سرته رسیدلې دي چې په بشپړیدو سره به یې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه خړوبه او ۶۰۰ کورنۍ به ورځنې ګته واخلي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۳
Background image

په کونړ ولایت کې د اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د پیچ درې ولسوالۍ  په درې ښار او توحید آباد کلیو کې د څه باندې (۷.۱) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د. . .

BACK TO NEWS