په ننګرهار کې د کانکریټي سړک د جوړولو کار روان دی
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالي په ټوکني نو آباد کلي کې له معیارونو سره سم د ۱۰۵۰ مترو په اوږدوالي پوخ کانکریټي سړک جوړیږي چې کار یې ۸۵ سلنه مخکې تللی دی.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۴۰۳۵ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۶۳۵ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته نه یواځې د خلکو د تګ او راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي بلکې مارکيټونو ته د ځايي بزګرانو د کرنیزو توکیو په لیږد را لیږد کې به هم د پام وړ مثبت اغیز وشیندي.