په ننګرهار کې د ۲۲۲ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۱
په ننګرهار کې د ۲۲۲ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ ‌الصحې د پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د دره‌نور ولسوالۍ په سوتن کلي کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د اوبو رسولو ددغې شبکې په جوړېدو سره د شاوخوا ۲۲۲ کورنیو لپاره د کورونو په منځ کې د نلونو په مرسته پاکې اوبه برابرې شوې.

په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د یوې ذخیرې جوړول، د څه باندې ۸۰۰ مترې اوږدې شبکې غځول، ۳۰ لمریزو تختو (سولرونو) لګول، ۷۴ نلکو او نورو اړینو پُرزو لګول شامل وو.

دې پروژې د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۱۸۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې وې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS