د افغانستان په کلیو کې د انرژۍ اغیزناکتیا او د تجدید وړ انرژۍ د کارونې سیمینار

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۴:۱۱
د افغانستان په کلیو کې د انرژۍ اغیزناکتیا او د تجدید وړ انرژۍ د کارونې سیمینار

د افغانستان د کلیو پراختیا انسټيټیوټ د چهار شنبې پر ورځ (۲۷ سلواغه) «د افغانستان په کلیو کې د انرژۍ اغیزناکتیا او د تجدید وړ انرژۍ د کارونې سیمینار» د افغانستان د تجدید وړ انرژۍ له ټولنې سره په همغږۍ د وزارت د ۷۰ تنو کارکوونکو ، د یادې ټولنې د چارواکو او همکارانو او د خصوصي شرکتونو د استازو په ګډون د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په مرکزي تالار کې تر سره شو.

د تجدید وړ انرژۍ ټولنې مشر محمد معروف ضیايي د سیمینار ګډونوالو ته وویل چې افغانستان د انرژۍ لوړ ظرفیت لري، د هغې سروې له مخه چې په ۲۰۱۴ م کال کې تر سره شوې له مخه یې په افغانستان کې د انرژۍ ظرفیت دومره لوړ دی چې سربیره پر خپلو اړتیاوو پوره کولو بهر ته یې هم صادرولی شي.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د تلپاتې انرژۍ د پروګرامونو رییس اجمل شینواري د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د اقلیم د بدلون ستونزې ته په پام د تجدید وړ انرژي او د تلپاتې انرژۍ له ټکنالوژۍ ګټه اخستل نن سبا د نړۍ د تودو بحثونو څخه ده.

په دې سیمینار کې د افغانستان په کلیو کې د نویو ټکنالوژیو د کارولو د پیژندګلوۍ او د تجدید وړ انرژۍ د ګټو او تحفظ په اړه پریزینټیشنونه تر سره شول او په پای کې د تجدید وړ انرژۍ ټولنې چارواکو ته د مننې لوحه هم ورکړل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS