په بغلان ولایت کې د کليوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو بهیر

mrrd-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۹:۱۰
جریان فعالیت‌های برنامه‌ی ملی انکشاف اقتصاد روستایی در ولایت بغلان

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کليوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام، د خپلو فعالیتونو په لړ‌کې دا ځل د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې ۸ ښځینه او نارینه سپما ګروپونه د ۱۰۳ غړیو په ګډون جوړ کړل.

همدا راز، په دې ښار کې یې د ۱۱ سپما ګروپونو ۱۴۸ نارینه او ښځينه غړیو ته د اسلامي بانکدارۍ، حسابدارۍ، په ګروپ کې د غړیتوب د ترلاسه کولو، پانګونې او رهبرۍ په برخو کې روزنې ورکړې دي.

سربېره پر دې، د څارنې په موخه د ۶۹ سپما ګروپونو لیدنه وشوه او ۸ سپما ګروپونو ته د سپما کتابونه، د پيسو د سپما په موخه بکسونه او د قرطاسیې بشپړ بنډلونه هم په دې ښار کې د پروګرام له‌خوا ووېشل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS