په میدان وردګو کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو کار بشپړ شو

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۱۴:۲۳
په میدان وردګو کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو کار بشپړ شو

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت په مرکز پورې اړونده سیمه زرني کلي کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو پوخ کاریز، د اوبو پوخ زیرمتون او ځمکو ته د اوبو رسوونکی پوخ کانال جوړ شویدی.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۲۴۷۷ کاري ورځې رامنځته شوي چې د سیمې ۳۲۲ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو نه یواځې د سیمې د بزګرانو کرنیزې ځمکې د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راغلي بلکې دغو ځمکو ته د اوبو د رسیدو په لار کې د اوبو د بې ځایه ضایع کیدو مخه هم نوره نیول شویده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS