په لغمان ولایت کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو بهیر

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۱۰:۵
په لغمان ولایت کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو بهیر

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام دا ځل د خپلو فعالیتونو په ترڅ کې د لغمان ولایت د مرکز مهترلام د پور او سپما ۳ کلیوالي اتحادیو ته بانکي حسابونه پرانیستل.

همدا راز، د لغمان ولایت په ۱۵۰ پرمختیایي شوراګانو کې ۱۴۲۲ سپماګروپونه جوړ شوي، چې ۸۰٪ سلنه یې د مېرمنو دي. یادو سپما ګروپونو تر اوسه څه د‌‌پاسه درې میلونه افغانۍ سپمولي، چې نږدې ۲ میلونه یې د حسنه پور په توګه د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د پیل او د اقتصادي چارو د پیاوړتیا په موخه د ګروپونو غړیو ته ورکړل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې په دې ولایت کې تر اوسه له ټولو سپما ګروپونو څخه د پور او سپما ۵۷ کلیوالي اتحادیې هم تشکیل شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS