په ننګرهار کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ۹ ټولکټو پروژو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۱۱:۰
په ننګرهار کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ۹ ټولکټو پروژو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۲۱.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ٧ شوراګانو اړوند د ٩ پروژو د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

په یادو پروژو کې ٦ نیم کیلومتره کلیوالي سرکونه، ١٢٣٠ متره استنادي دیوالونه، ٢١٩٠ متره کانالونه، ١٨ څاګانې ،١٥ پلچکونه، داوبو پنځه ورخونه او ٣٠٠مترو په اوږدوالي ابرونو رغول شامل دي چې د چپرهار ولسوالۍ ډاګو منځ کلي، ناظر کلي، منځ ګلدرې ، جمال خان، ماڼو، لمزارې او ډاګو منځ کلي شوراګانو لخوا به یی چارې ددرې میاشتو په ترڅ کې بشپړې شي چې د سیمې اوسیدونکو ته به په بیلابیلو برخو کې د اسانتیاوو سربیره سلګونو کسانو ته د کار موندلو زمینه هم برابره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS