په نیمروز ولایت کې د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو او سپما ګروپونو جوړول ترسره شول

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۴:۱۲
په نیمروز ولایت کې د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو او سپما ګروپونو جوړول ترسره شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام، د نیمروز ولایت په زرنج ښار او چهار برجک ولسوالۍ کې ۹۲۹ سپما ګروپونه د ۹۰۷۵ کلیوالو مېرمنو او نارینه‌و په غړیتوب سره جوړ کړي دي.

یادو ګروپونو د خپلو منظمو اونیزو غونډو په ترڅ کې وکولای شول، چې نږدې ۷۶۴.۹۶۶ زره افغانۍ وسپموي او له دې پيسو څخه ۴۵۲،۲۷۰ افغانۍ د پور په توګه خپلو غړیو ته د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د پيل په موخه ورکړي.

همدا راز، په دې ولایت کې تراوسه د پور او سپما ۳۴ کلیوالي اتحادیې جوړې شوي، چې ۸۳۶ کتابونه او د پیسو د سپما په موخه بکسونه هم د پروګرام له‌خوا ویشل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS