په سرپل ولایت کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو بهیر

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۴:۱۱
جریان فعالیت‌های برنامه‌ی انکشاف اقتصاد روستایی در ولایت سرپل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ په اړوند ۳۱ پرمختیایې شوراګانو کې ۳۰۶ ښځینه او نارینه سپماګروپونه جوړکړي، چې ۳۷۶۹ تنه پکې غړیتوب لري.

یادو ګروپونو وکولای شول، چې څه دپاسه څلور سوه زره افغانۍ وسپموي او نږدې ۴۵۲۶۰ افغانۍ د پور په توګه د کوچنیو کاروبارونو د پیل په موخه غړیو ته ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې یو شمېر سپما ګروپونو ته د سپما په موخه ۹۵ بکسونه هم په دې ولسوالۍ کې د پروګرام له‌خوا وېشل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS