په هرات ولایت کې د پور او سپما پر کلیوالي اتحادیو مقطعي پانگه ووېشل شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروگرام د خپلو مقطعي مرستو د ویش په لړ کې؛ دا ځل د هرات ولایت د پور او سپما ۷۳ کلیوالي اتحادیو ته څه باندې شپږ مېلېونه افغانۍ د لومړي قسط په توګه، ۲۴ اتحادیو ته اته مېلېونه افغانۍ د دویم قسط په توگه، او ۲ اتحادیو ته نږدې درې سوه زره افغانۍ د دریم قسط په توگه تزریق کړې. د یادونې وړ ده، چې دا نقدي مرستې د پروگرام تر پوښښ لاندې کلیوالو ته د اقتصادي چارو د پرمختیا او کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د پیاوړتیا په موخه وېشل کیږي.