په خوست ولایت کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام له لوري د پروګرام پر ګټه اخیستونکیو مقطعي پانګه ووېشل شوه

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۱۰:۴۷
په خوست ولایت کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام له لوري د پروګرام پر ګټه اخیستونکیو مقطعي پانګه ووېشل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام، د خپلو مقطعي مرستو د ویش په لړ کې دا ځل په خوست ولایت کې د پروګرام ګټه اخیستونکیو ته څه د پاسه اوه سوه زره افغانۍ د لومړي قسط په توګه سپماګروپونو ته او همدا راز څه د پاسه دوه میلونه افغانۍ د دوهم قسط په توګه د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته په (متون، مرکز اړوند شمل او لکنډ او د خوست ولایت په مندوزي اسماعیل‌خېل) ولسوالیو کې وړاندې کړه.

د یادونې وړ ده، چې لیږل شوې نغدي مرستې د ګروپونو تر منځ د اقتصادي چارو د پیاوړتیا او د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د پيل په موخه د پروګرام تر پوښښ لاندې کلیوالو ته وېشل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS