په غور کې د کلیوالي میرمنو د لاسي صنایعو لومړنی نندارتون تر سره شو

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۱ - ۵:۵۴
تدویر نخستین نمایشگاه صنایع دستی زنان در ولایت غور

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام له لوري‌ د غور ولایت د کلیو پراختیا په ریاست کې د یوې ورځې لپاره یو نندارتون د « همدلي» په نامه د وسیم غوري هوټل په سالون کې جوړ شو، چې پکې د غور ولایت د والي مرستیال، د کلیو پراختیا رییس، دولتي ریسانو، مدني فعالانو او رسنیو ګډون کړی وو.

په دې نندارتون کې د پروګرام ۱۵ ښځینه متشبثینو له ۱۵ مختلفو کلیو څخه برخه اخیستې وه، چې خپل کلیوالي لاسې صنایع لکه د مریو جوړ شوي وسایل، ټغرونه، خامکدوزۍ، په لاس ګنډل شوي یخنونه او نور جوړ شوي تولیدات یې نندارې او پلورنې ته وړاندې کړل. نندارتون ته راتلل ازاد وو، چې نږدې ۲۰۰۰ غوریانو له دې نندارتون څخه لیدنه وکړله.

د یادونې وړ ده، چې په لومړي ځل د غور ولایت په مرکز کې د پروګرام له ‌خوا داسې نندارتو جوړیږي او د غور د خلکو لخوا یې په پراخه کچه ملاتړ کیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS