په بامیان کې په سپما ګروپ کې د غړیتوب د زیاتیدو روزنه ورکړل شوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام، د سیمه ییزو کارکوونکو لهخوا د بامیان ولایت په یک و لنګ ولسوالۍ کې د ۲۳ سپماګروپونو ۳۰۰ نارینه او ښځينه غړو ته په ګروپ کې د غړیتوب په اړه دوه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.
په دې دوه ورځنۍ روزنه کې د پروګرام د موخو، د سپما ارزښت، د پور اخیستل او بیرته ورکړې او د پیسو د سپمولو د لارو چارو په اړه د روزنې برخوالو ته معلومات ورکړل شول.