په ننګرهار کې د انرژۍ ملي ستندردونو د ترویج او عامه پوهاوي ورکشاپ دایر شو

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۷:۴۴
په ننګرهار کې د انرژۍ ملي ستندردونو د ترویج او عامه پوهاوي ورکشاپ دایر شو

د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د دوامداره انرژۍ پروګرام (ASERD) په تخنیکي او مالي همکارۍ د انرژۍ ملي ستندردونو د ترویج او عامه پوهاوي ورکشاپ د لیندۍ پر ۵ مه نیټه په ننګرهار ولایت کې د ستندرد ملي ادارې له لوري د ټولو ښکېلو ادارو، خصوصي سکتورونو او اکاډمیکو بنسټونو ته دایر شو.

په یاد ورکشاپ کې د ازاد بحث تر څنګ د دوامداره انرژۍ برنامې په همکارۍ ژباړل شوي او چاپ شوي دوه ټوکه ملي ستندردونه هم پر ګډونوالو ووېشل شول.

د دوامداره انرژۍ پروګرام د ستندرد ملي ادارې سره په ګډه، د تجدید وړ انرژۍ اړوند محلي او وارداتي وسایلو د معیاري کولو او د کیفیت د ښه والي په موخه، د نړیوالو ستندردونو د ملي کولو په برخه کې کار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS