په غور کې د څه باندې ۵ میلیونو افغانیو په ارزښت یوه پراختیایي پروژه بشپړ شوه

د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په میرزارن کلي کې د اوبو بند د څه باندې ۵ میلیونو افغانیو په ارزښت بشپړ شو.
د نوموړې پروژې په تطبیق کې کاریګرو ته ۱۱۰۳ کاري ورځې رامنځته شوې، چې د سیمې ۹۴۸ کسان یې له ګټې برخمن شوي دي. دغه پروژه د سیمې په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه د اوبو له منظم خړوب څخه برخمن کړي او د اوبو د بې ځایه مصرف مخه یې هم نیولې ده