د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ليتاکا پروګرام دریم پړاو د جاپان هېواد په مالي مرسته پیل شو

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۶:۳۹
مرحله‌ی سوم برنامه‌ی لیتاکای وزارت احیا و انکشاف دهات به کمک مالی کشور جاپان آغاز شد

د افغان- تاجیک په سرحدي سیمو کې د ليټاکا دریم پړاو د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي، د جاپان هیواد شارزدافیر او سرپرست سفیر يوشیاکي تکاهیشی، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (UNDP) مشر عبدالله الدارداري او په کابل کې د تاجکستان د سفیر مرستیال په حضور کې رسماً پیل شو.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر یې د پرانېستې په مراسمو کې وویل، دا پروګرام د ۵ کلونو لپاره د ۹،۴ ميلیونه ډالرو په ارزښت ډیزاین شوی، چې د افغانستان د شمالي سرحدي سیمو د انډولیزې پرمختیا په برخه کې یو ښه فرصت دی.

ښاغلي کریمي وویل، لیتاکا په بدخشان، تخار، کندز او بلخ ولایتونو کې د ۲۲ ولسوالیو خلکو ته ۴۷۵۰ دایمي کارونه پیدا کړي دي.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر دا هم وویل چې دا د افغانستان او تاجکستان تر منځ ګډ پروګرام دی او هڅه کوي چې دغه راز سرحدي پروګرامونه له ازبکستان، ترکمنستان، ایران او پاکستان هیوادونو سره هم پیل کړي.

د جاپان هېواد سفیر د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له فعالیتونو په مننې سره وویل چې دا پروګرام د جاپان په مالي مرسته او د یو اېن ډي پي په تخنیکي همکارۍ د افغانستان په شمالي سرحدي سیمو کې ښه کاري فرصتونه رامنځ ته کړي.

ښاغلي یوشیاکي تکاهیشي وویل چې جاپان له افغانستان سره ژورې اړیکې لري او له ۲۰۰۱ م کال راهیسې یې له افغانستان سره ۶.۸ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د یو اېن ډي پي رییس عبدالله الدارداري وویل، ليټاکا به په سیمه کې د بېلابیلو قشرونو د ژوند د ښه کولو په برخه کې ګټوره وي او سیمه ییزې سوداګرۍ ته به وده ورکړي.

د یاونې وړ ده، چې ليټاکا د هېواد د څلور شمالي ولایتونو کندوز، بدخشان، تخار او بلخ په هغو ولسوالیو کې فعالیت لري، چې له تاجکستان سره پر پوله پرتې دي او په تېر لومړي او دویم پړاو کې برخوالو ۱۷۰ زره ډالره عواید ترلاسه کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS