په سرپل کې ۲۷۸ سپما ګروپونو جوړ شوي دي
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ په مرکز کې ۲۷۸ ښځینه او نرینه سپماګروپونه جوړ شوي، چې ۳۵۳۰ تنه پکې غړیتوب لري. دغو سپما ګروپونو په منظم ډول په خپلو اونیزه غونډو کې وکولای شول، چې څه د پاسه دوه سوه زره افغانۍ راټولې او د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د پيل په موخه نږدې ۱۶ ځله د پورونو ورکړه ترسره کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د یادو ولسوالیو په ۸۱ پرمختیایې شوراګانو کې جوړ شويو سپماګروپونو د پروګرام د سیمه ییزه کارکوونکو له خوا په مختلفو برخو کې روزنې هم تر لاسه کړي دي.
برای تعدادی از این گروپها که در ۸۱ شورای انکشافی واقع در ولسوالیهای نامبرده تاسیس شدهاند، کارگاههای آموزشی متعددی از جانب کارمندان ساحوی این برنامه نیز دایر شده است.
