په پکتیا کې د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته د بلاعوضه مرستې په توګه مقطعي پانګه تزریق شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت مرکز ګردیز او احمد ابا ولسوالۍ کې د پور او سپما ۹ کلیوالي اتحادیو ته، چې ۹۳ سپما ګروپونه او ۹۷۶غړي لري، ۷۵۱۵۲۰ افغانۍ بلاعوضه مرسته د مقطعي پانګې تر نامه لاندې ولیږل شوه.
د یادونې وړ ده، چې دا مرسته د پروګرام تر پوښښ لاندې سیمو کې د اتحادیو لهخوا د اقتصادي چارو د پرمختیا لپاره د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د پیل په موخه کلیوالو ته د حسنه پور په توګه ورکول کیږي.
