په ننګرهار کې د کانکریټي سړک د جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۲ - ۵:۳۹
په ننګرهار کې د کانکریټي سړک د جوړولو کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په کنداهاري کلې کې ۱.۱۸ کیلو مترو په اوږدوالي د کانکریټي سړک د جوړولو کار ۱۰ سلنه مخته تللی دی.

د دغه سړک د فزیکي کار پر مهال ۵۶۰۷ کاري ورځې رامنځته شوې او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۷۵۰۰ کسه ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده، چې یاده پروژه به نه یواځې د ځايي اوسیدونکو د تګ او راتګ؛ بلکې د دوی د زراعتي توکیو د لیږد را لیږد په برخه کې هم آسانتیاوې رامنځته کړي، چې له امله به یې د دوی پر اقتصادي رغیدا مثبت اغیز وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS