په نیمروز ولایت کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو بهیر

mrrd_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۱۱:۳۰
جریان فعالیت‌های برنامه ملی انکشاف اقتصاد روستایی در ولایت نیمروز

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د همکارې موسسې FGA له لارې د نیمروز ولایت د زرنج او چهار برجک ولسوالیو ۶۵ کلي تر خپل پوښښ لاندې راوستي او په دې کلیو کې یې د سپما ۷۵۶ ګروپونه چې ۵۹۰۰ تنه کلیوالې مېرمنې او نارینه پکې غړیتوب لري، جوړ کړي.

د یادونې وړ ده، چې له یادو سپماګروپونو څخه ۹۰ سلنه ګروپونو تر اوسه په ګروپ کې د غړیتوب او د پیسو د سپمولو په برخو کې روزنې ترلاسه کړي، همداراز ټولو ګروپونو ته د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له‌خوا د پیسو د سپمولو په موخه د سپما بکسونه هم ویشل شوي ‌دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۳
Background image

په کونړ ولایت کې د اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د پیچ درې ولسوالۍ  په درې ښار او توحید آباد کلیو کې د څه باندې (۷.۱) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د. . .

BACK TO NEWS