په ننګرهار کې ۳۰۴۶ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي

mrrd_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۳ - ۹:۴۶
په ننګرهار کې ۳۰۴۶ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي

د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست ترچترلاندې د سویډن کمیټې په مالي مرسته د ګوشتې سرحدي ولسوالۍ لرې پرتو سیمو کې به د ۱۷.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د سولري سیستم ۱۴ د اوبو زیرمې جوړې شي چې ۳۰۴۶ کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.

دا زیرمې د ګوشتې ولسوالۍ د کروندې، سرکي کاڼي، ماماخیل، مکتب اول ، صوفي بابا، تورکاڼي، لعل شوړه، څاګۍ، ګړو، تور راغه ، کوزه زیړۍ. بره زیړۍ،هوکړي او زیارت ډاګ کلیو کې جوړیږي چې په راتلونکو درې میاشتو کې به یی چارې بشپړې شي.

ددې سیمې اوسیدونکو تردې وړاندې پاکو او روغتیایي اوبو ته لاس رسی نه درلود او د لرې پرتو سیمو څخه به یې د څارویو او ماشومانو په وسیله د څښاک لپاره اوبه راوړلې خو ددې ذخیرو په جوړیدو سره به خپلو کورنو ته نږدې پاکو او روغتیایي اوبو ته لاس رسی پیداکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS