په سرپل کې د ۶.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د څلورو زیرمو جوړیدو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د سرپل د صیاد ولسوالۍ په نو اباد کلي کې د ۶.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د څلورو زیرمو جوړیدو کار روان دی.
د دې زیرمو په جوړیدو سره به ۴۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی ومومي.
