په تیره یوه میاشت کې په ننګرهار کې ۴۲۰ متره غالۍ اوبدل شوي

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۶ - ۱۰:۱۳
په تیره یوه میاشت کې په ننګرهار کې ۴۲۰ متره غالۍ اوبدل شوي

د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د میرمنو کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام (WEERDP ) له لوري د ننګرهار په سره رود، کامې، روداتو،دره نور ، چپرهار ولسوالیو او د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښارکې ۷۰ غالۍ اوبدونکی له مارکیټ سره وصل شوي او نږدي ۴۲۰ متره غالۍ یی اوبدلې دي.

د کلیوالی اقتصاد پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري او سمهال په ننګرهار کې په سلګونو میرمنې د غالیو اوبدلو په صنعت بوختې شوې دي چې د تیرې یو ې میاشتې په ترڅ کې یې په بیلابیلو سایزونو (اندازو) کې ۵۵ غالۍ اوبدلې دي.

ددې پروګرام موخه د میرمنو کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا او هغوی ته کارموندنه ده ترڅو میرمنې وکولای شي له همدې لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

د کلیوالی اقتصاد پیاوړتیا ملي پروګرام نه یواځی میرمنو ته د غالۍ اوبدلو صنعت زده کوي بلکې دوی ته د مارکیټ موندلو، چاپیریال ساتنې او د سو داګرۍ پراختیا په برخه کې هم زده کړې ورکوي چی له کبله یې ننګرهار کې صنعتکارې میرمنې او غالۍ اوبدونکی توانیدلي چې خپل لاسی صنایع ان نړیوالو مارکیټونو ته هم ورسوي.

د یادولو وړده چې په ننګرهار کې ددې پروژې د پيل راهیسې نږدې ۴۵۰۰ متره غالۍ اوبدل شوي چې ۱۱.۲ میلیونه افغانۍ عاید ورڅخه ترلاسه شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS