په ننګرهار کې د ۵۳۶ متره استنادي دیوال د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک شو

د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجینر امان الله میاخیل او د روداتو ولسوالۍ قلعه میرجي پرمختیايي شورا ترمنځ د ۱۷.۳ میلونه افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دیوال د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه استنادي دیوال ۵۳۶ متره اوږدوالی لري چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزې همغږۍ ( Regional Program) له لوري جوړیږي، چی په جوړیدو سره به یې په یاده سیمه کې سلګونه جریبه ځمکه د سیلابونو له خطره خوندي شي.
دغه راز به ددې پروژې په پیل سره د سیمې لسګونو اوسیدونکو لپاره لنډمهاله کاري فرصتونه هم رامنځ ته شي چی د سیمې په اقتصادي رغونه کې به هم مهمه ونډه ولري.