د ننگرهار په ۶ ولسوالیو کې ۱۴۵ سپما گروپونو غړیو روزنیز ټریننګونه ورکړل شول
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروگرام د ننګرهار ولایت په شپږو ولسوالیو «بهسود، سرخرود، خېوه، رودات ، کامه او دره نور» کې د سپما ګروپونو ۹۵۶ غړیو ته ۶۹ روزنیز ټریننگونه ورکړل شو.
پهدې روزونو کې سپما گروپونو ته لومړني معلومات ورکړل شول، چې دوي څرنگه کولای شي، چې سپما ګروپ کې عضویت واخلي او کار وکړي؛ دوي ته د سپما ګټې او د سپما کولو طریقي وروښودل شوې او هغه فعالیتونه چې سپما گروپ ته تقویت ورکوي، ټینگار پرې وشو.
