په ننګرهار کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د پور او سپما کلیوالي اتحادیو او سپماګروپونو ته د مقطعي پانګې ورکړه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام لهخوا د مقطعي پانګې د لېږد په ترڅ کې دا ځل ۴۹۰۴۹۰ افغانۍ د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ ۷ اتحادیو او ۷۳ سپماګروپونو ته تزریق شوې.
هېره دې نه وي، چې دا نغده مرسته وړیا ده او د پروګرام په پنځه کلنې دورې کې به د پور او سپما کلیوالي اتحادیو او د سپماګروپونو غړو ته په دریو پړاوونو کې تزریق شي.