په بدخشان کې د۵۲ میلیونه افغانیو په ازرښت د ۵ پرمختیایي پروژو کار پیل شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري په بدخشان ولایت کې د۵۲ میلیونه افغانیو په ازرښت د ۵ پرمختیایي پروژو کار پیل شو.
ددې پروژو په ترڅ کې په بیلا بیلو کلیو کې د اوبه خور کانالونه، استنادي دیوالونه او ترانسپورتي پلونه جوړیږي.
د یادونې وړ ده چې ددې پروژو د پلی کیدا پر مهال ۲۵۹۶۰ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۴ زره اوسیدونکو ته ګټه ورسیږي.