په کاپیسا کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرامونو فعالیتونه
د کلیو بیارغونې او پر اختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا د ملي پروګرام سیمه ییزو کار کوونکو د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د پور ورکونې او سپما د دوو ټولنو د جوړولو پر مهال په یاده ولسوالۍ کې د ۵۲ مخکې جوړو شویو ټولنو او سپما ګروپونو د کتاب دارۍ د ډول څارنه وکړه. کلیوالو ته یې د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو د انګیزې ورکولو په اړه غونډې جوړې کړې.
د یادونې وړ ده، چې د کاپیسا ولایت په دوه ولسوالیو محمود راقي او نجراب کې پروګرام د خپلو فعالیتونو د پیل راهیسې ۹۴۰ سپماګروپونه او ۵۴ د پور او سپما کلیوالي اتحادیې جوړ کړي او د دې تر څنګ یې د سپما ګروپونو ۸۵۱ غړي یې د وړتیاو لوړولو لپاره روزلي هم دي.
