تکمیل کار ساخت یک شبکهی آبرسانی به ۶.۳ میلیون افغانی در تخارپه تخار کې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار بشپړ شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت د مرکز په چوغم کلان کلي کې د۶.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
دا شبکه چې په سولر سیسټم سنباله ده یوه ژوره څاه، ۵۰ سولر هندارې، ۴۹۰۲ متره پایپ او ۲۵۹ نلکې لري.
باید ووایو چې ددې پروژې د پلي کیدو په ترڅ کې ۴۰۰۰ کاري ورځې رامنځته شوي او ۳۷۰ کورنیو ته یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي.