تعلیم او کار

content_manager
تعلیم او کار

کوثر چې د بلخ ولایت د شرعیاتو په پوهنځۍ کې لوړې زده کړې کړي، د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د شېر آباد کلي د مروارید سپماګروپ او د درخشان تولیدي ګروپ غړې ده.

آغلې کوثر ۲۳ کاله عمر لري، چې په څلور کسیزه کورنۍ کې د مور او پلار په ګډون له ېوې خور سره ژوند کوي. نوموړې د خپل مور په هڅونې څلور میاشتې دمخه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد له پروګرام سره د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یوځای شوه.

د هغې په وینا له پروګرام سره په یوځای کېدو او له خپل ګروپ څخه یې د پور په اخیستو د ماشومانو د (اُړني او سوزني) په ګنډلو پېل وکړ.

په لومړیو کې یې د څو نمونو په چمتو کولو سره چې د کلي په هټیو کې یې پلورنې ته وړاندې کړي، وتوانیدله چې خپل دا کاروبار مخ‌ته یوسي. له هغه وروسته یې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام په مرسته وکولای شول، چې بازار ته لاسرسی پيدا او په میاشتنۍ بڼه په ټاکلي نرخ له یو شمېر پېردونکو هټیوالو څخه قراردادونه ترلاسه کړي.

آغلې کوثر اوس په میاشتنۍ بڼه د ۲۵ (اُړنيو او سوزنیو) سپارښتنه له بازار څخه ترلاسه کوي، چې هریو یې پر هټیوالو په ۱۵۰ افغانیو پلوري. د دې کوښښونو په نتیجه کې له اقتصادي اړخه یو نوی فکر د آغلې کوثر ذهن ته لار پېدا کړه، چې د کورنۍ په سلا او د هغه مدرسې په همغږۍ چېرته چې دیني زده کړې کوي، درې زره افغانۍ له خپل سپماګروپ څخه د پور په توګه ترلاسه او د مزار شریف لویې مطبعې ته ولاړه. له دې مطبعي څخه یې ۱۵۰ ټوکه دینې کتابونه چې د هر کتاب بیه ۱۸ افغانۍ وه رانیول او دا کتابونه یې د مدرسې کتابتون ته راوړل. آغلې کوثر د یوې ملګرې په مرسته هر کتاب د مدرسې په زده کوونکو په ۳۰ افغانیو وپلورل او له دې لارې یې د پاموړ ګټه ترلاسه کړله.

د هغې په وینا اوس نوموړې د کتابونو د پلورنې له لارې په میاشتنۍ بڼه ۱۲زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي او د دې ترڅنګ چې له پلار سره نغده مرسته کوي، د خپل او د خور د زده کړو لګښت هم برابروي.

آغلې کوثر د خوښۍ په عالم کې د لوړو هیلو په لرلو سره زیاتوي، کتابونه زما د سختو ورځو ملګري دي. (زه کتابونه لولم او کتابونه پلورم او هیله لرم، چې زما د کلي ټولې انجونې د علم په جوهر سمبالې شي).