په بغلان کې د ۱۵.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پلونه جوړ شول

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۵ - ۱۲:۲
بغلان

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو پروګرام له لوري د بغلان د پلحصار ولسوالۍ په باغدره او انامک سیمو کې د ۱۵.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۷۰ متره سړک او دوه اتصالي پلونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

دا پلونه ۱۵ او ۱۷ متره اوږده دي چې د کار په ترڅ کې یې ۶۸۱۲ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

باید ووایو چې له دې دوو پروژو  به په ۹۶ کلیو کې ۲۵۱۰ کورنۍ په مستقیم ډول ګټه واخلي ترانسپورتي ستونزې به یې هوارې شي، کرنیز محصولات به یې بازار ته لاره پیدا کړي او په دې به وتوانیږي چې خپل ناروغان په اسانه روغتونونو ته ولیږدوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS