په کندهار کي د سپما گروپونو د جوړولو پنځه کلنه موخه پوره شوه

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۹:۳۲
کندهار

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروگرام چې د کندهار ولایت په ډنډ او دامان ولسوالیو کې پلي کېږي، د پنځو کلونو لپاره یې د سپما گروپونو د جوړولو ټاکلې موخه نږدې د یونیم کال په موده کې بشپړه کړه.

کندهار ولایت ته په دوو ولسوالیو کي د پنځه کلن پلان له مخې د ۱۱۷۰ سپما گروپونو د جوړولو موخه ټاکل شوې‌وه، چې اوس د پروگرام له MIS څانگې سره د ثبت سپما گروپونو شمیر ۱۱۷۱ ته رسیږي؛ چې له پلان سره سم ټاکلې موخه په دې ولایت کې نږدې د یو نیم کال په تېریدو سره ترلاسه شوې‌ده. د یادو ۱۱۷۱ سپما گروپونو له جملې څخه یې ۱۰۴۳ ښځینه او پاتې ۱۲۸ یې نارینه سپما گروپونه په فعاله توگه موجود دي، چې د کندهار ولایت د ډنډ او دامان ولسوالیو ۹۰۰۰ اوسېدونکي پکې راټول شوي.

د سلنې له مخې په یادو سپما گروپونو کې ۸۹ ٪ مېرمنې او پاتې ۱۰.۹ ٪ نارینه د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروگرام گټه اخیستونکي دي. د یادونې وړ ده، چي د پروگرام سیمه‌ییز کارکوونکي د ټولو سپماگروپونو په کاري وړتیا کار کوي او په ورځنۍ بڼه د گروپونو لیدنه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS