په سرپل کې د اوبه خورد یوه کانال او یوه محافظوي دیوال کار بشپړ او ګټې ا خیستنې ته وسپارل شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسی تړون ملي پروګرام له خوا د سرپل ولایت مرکز اړوند په دیمه قشلاق کلی کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال او محافظوی دیوال کار بشپړ شو.
داوبه خور کانال ۵۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي، او محافظوی دیوال ۶۶ متره اوږدوالي او ۳ متره لوړوالي لري او ۱۸۸ کورنۍ ترینه ګټه اخلي. دیادونې وړ ده چې د پروژې د جوړیدو په بهیر کې ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو ته ۱۱۲۶ کاري ورځې رامنځته شویدي